د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیې استخباراتو یوه شبکه نیولې


په ماسکو کې د روسیې د استخباراتي ادارې (GRU) مرکزي دفتر : انځور له ارشیفه
په ماسکو کې د روسیې د استخباراتي ادارې (GRU) مرکزي دفتر : انځور له ارشیفه

د اوکراين امنيتي ځواکونو د روسيې د پوځي استخباراتو د اېجنټانو يوه شبکه نیولې ده.

د یاد هیواد د امنيتي خدمت ادارې، ايس بي يو SBU پرون، د جنورۍ پر ۲۰مه وويل چې د روسيې د پوځي استخباراتو (GRU) د اېجنټانو يوه شبکه يې نيولې ده چې د نورو شيانو تر څنګ يې په دنيپرو ښار کې د روسيې د توغنديو د بريدونو لپاره همکاري کوله.

په هغه بريد کې چې تېره اوونۍ شوی وو او د روسيې يو توغندی د استوګنې پر ودانۍ لګېدلي وو، لږ تر لږه ۴۶ کسان په کې وژل شوي ول.

د اوکراين امنيتي ځواکونو د مشکوک کسانو شناخت نه دی په ډاګه کړی، یوازې دومره یې ویلي چې په نیول شویو کسانو کې یو دنیپرو نژاد روسی وګړی هم شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG