د خیبر پښتونخوا د باجوړ په صدیق اباد کې د یو کور بام نړېدو په پېښه کې دوه تنه وژل شوي دي.
په باجوړ کې د ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) په بیان کې ویلي دي چې دا پېښه د جنورۍ پر ۲۰مه سهار مهال په صدیق اباد پاټک کې شوې ده.
یادې ادارې ویلي چې پېښه په کوټه کې د ګېس سېلېنډر چاودلو له امله شوې ده چې ښځه او مېړه پکې وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې وخت په وخت د ګیس سېلېنډرو په چاودنو کې مرګژوبله کېږي.