د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېرس سېنټ جرمېن سعودي عرب کې ریاض ۱۱ لوبډلې ته ماتې ورکړه


په پېرس سېنټ جرمېن لوبډله کې د نورو تر څنګ د فوټبال نوموتي ستوري مېسي، نیمار او امباپې هم ولوبېدل - د جنورۍ ۱۹مې انځور.
په پېرس سېنټ جرمېن لوبډله کې د نورو تر څنګ د فوټبال نوموتي ستوري مېسي، نیمار او امباپې هم ولوبېدل - د جنورۍ ۱۹مې انځور.

د فوټبال نوموتي کلب پېرس سېنټ جرمېن په سعودي عرب کې ریاض ال سټارز ۱۱ لوبډلې ته د څلورو په مقابل کې په پينځو ګولونو ماتې ورکړې ده.

دا سيالي د جنورۍ پر ۱۹مه د سعودي عرب د پلازمینې رياض په ملک فهد فوټبال لوبغالي کې وشوه چې د ځانګړي مېلمه ټکټ یې په ۲،۶ مېلیونه امریکايي ډالرو پلورل شوی وو.

په پېرس سېنټ جرمېن لوبډله کې د نورو تر څنګ د فوټبال نوموتي ستوري مېسي، نیمار او امباپې هم ولوبېدل.

بلخوا په ریاض ال سټارز ۱۱ لوبډله کې بیا کرېستیانو رونالدو مشهوره لوبغاړی وو.

په سیالۍ کې ټول نهه ګولونه وشول چې په نوموتو لوبغاړو کې د پېرس سېنټ جرمېن له لوري مېسي او امباپې یو، یو ګول وکړ، او رونالدو بیا د ریاض ۱۱ له خوا دوه ګولونه وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG