د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا پوځي مرکز کې د اور لګېدو په پېښه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي دي


د ارمنیا د دفاع وزارت وداني - پخوانی انځور.
د ارمنیا د دفاع وزارت وداني - پخوانی انځور.

د ارمنیا د دفاع وزارت وايي چې د هېواد په یوه پوځي مرکز کې د اور لګېدو په پېښه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او درې "سخت ژوبل" دي.

د وزارت ویاند ارام توروسیان د جنورۍ پر ۱۹مه تر پېښې وروسته په بیان کې ویلي دي چې اور د هېواد په ختیځ کې د ګېغرکونیک ولایت په ازاد کلي کې د نظامي انجینرانو په مرکز کې لګېدلی دی.

د پېښې ځای له پلازمېنې یرېوانه ۱۱۰ کېلومیټره لیرې ختیځ لوري ته پروت دی.

توروسیان پر فېسبوک په بیان کې ویلي دي چې اور د جنورۍ پر ۱۹مه د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه ولګېد چې څه ساعت وروسته ووژل شو.

ده په بیان کې زیاته کړې ده چې په سمدستي ډول د اور لګېدو لامل معلوم نه دی.

توروسیان د مشال راډیو له ارمنۍ څانګې سره په خبرو کې وویل چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG