د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د هیواد په ختیځ کې یې د روسیې تازه بریدونه پرشا تمبولي دي


د اوکراین پوځ د جنورۍ پر ۱۶ مه ویلي چې د هیواد په ختیځ کې یې د روسیې تازه بریدونه پرشا تمبولي دي.
د اوکراین پوځ د جنورۍ پر ۱۶ مه ویلي چې د هیواد په ختیځ کې یې د روسیې تازه بریدونه پرشا تمبولي دي.

د اوکراین پوځ وايي، د دې هېواد په ختیځ کې یې د روسیې تازه بریدونه پر شا تمبولي دي.

د اوکرایني پوځ مشرتابه د جنورۍ پر ۱۶ مه د جګړې په اړه په خپلو ورځنيو تفصیلاتو کې ویلي چې روسيو ځواکونو د بریدونو پر مهال په لوهانسک او دونیڅک سیمو کې د اوکرایني پوځ مورچې او ولسي ځایونه په نښه کړي دي.

په عین حال کې د اوکراین د بېړنیو مرستو ادارې ویلي چې د هېواد د دنپرو ښار د استوګنې پر یوه ودانۍ د روسيې د توغندي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا اوکرایني ځواکونو ته په جرمني کې د پراخې جنګي روزنې د پروګرام پیل اعلان کړی دی.

د امریکايي پوځ مشر جنرال مارک میلي ویلي چې د جنورۍ پر ۱۵ مه یې په جرمني کې د اوکراینيو ځواکونو لپاره د جنګي روزنې یو پراخ او پېچلی پروګرام پیل کړی دی.

جنرال میلي دا هم ویلي چې دا پروګرام په لویه کچه د جګړې لپاره پر تیارۍ مرکوز دی چې هدف یې په راتلونکیو پنځو یا شپږو اوونیو کې د روسي ځواکونو پرضد د جنګ لپاره د یو بټالین شاوخوا ۵۰۰ اوکرایني عسکر بېرته د جګړې میدان ته استول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG