د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په کابل کې د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده پر وژنه ژور خفګان څرګند کړی دی.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپورټ له مخې، دا خبره د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیالې سټیفني ټرمبلي بیګا کړې ده.
انتونیو ګوتیریش د دې پیښې په تړاو د بیړنیو، هر اړخیزو او رڼو څیړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د پېښې له عاملانو سره حساب وشي.
مرسل نبي زاده د جنورۍ پر ۱۵ مه سهار مهال نامعلومو و سله والو په کابل کې په خپل کور کې په ډزو ووژله او ورسره یې د هغې ساتونکی هم وواژی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پېښې په ورځ وویل چې پلټنې یې پیل کړي دي. تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.