د برتانيا د ترهګرۍ ضد چارواکيو پر هېترو هوايي ډګر د يورانيمو په بیخي لږ مقدار کې تر موندل کېدو وروسته يو کس نيولی دی.
د برتانيې سن نومي ورځپاڼې د جنورۍ پر ۱۵مه نېټه خبر ورکړی دی چې دغه مواد په برتانيا کې ايراني وګړيو ته لېږدول کېدل چې له پاکستان څخه استول شوي ول.
ورځپاڼه د پوليس افسر رچرډ سمت حواله ورکوي چې وايي، په هيترو هوايي ډګر کې په يوه بنډل کې د لږ مقدار يورانيم موندل کېدل په ښکاره توګه د اندېښنې وړ خبره ده.
البته زیاته يې کړې چې دی له دې څخه په سمدستي توګه کوم خطر نه ويني.