د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده وژل شوې ده


مرسل نبي زاده په خپل دفتر کې - انځور له ارشيفه
مرسل نبي زاده په خپل دفتر کې - انځور له ارشيفه

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې مرسل نبي زاده وژل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کابل امنيه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جنورۍ پر ۱۵مه رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې پېښه تایید کړه.

هغه ويلي نبي زاده د یکشنبې (اتوار) پر ورځ د کابل په احمد شاه بابا مېنه (ارزان قيمت) کې په خپل کور کې "د ناڅرګنده وسله والو برید کې وژل شوې ده".

ځدراڼ وویل، په پېښه کې د نبي زاده یو ساتونکی هم وژل شوی او ورور یې ټپي دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر نوموړې چا او ولې برید وکړ او وژنې ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې چې طالبانو کابل ونیوه نو نبي زاده د افغانستان په ولسي جرګه کې د کابل استازي وه.

نوموړې په وروستيو کې د افغانستان د بېلابېلو ټېلېوېژنونو په خپرونو کې د ښځو د حقونو د فعالې او د سیاسي شنونکې په توګه برخه اخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG