د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زرګونو اسرايیليانو "د وزيراعظم نتنياهو وروستيو پلانونو" پر ضد مظاهره وکړه


په تل ابیب کې د جنورۍ پر ۱۴مه یوشمېر پولیسان د مظاهرچيانو مخې ته ولاړ دي.

په زرګونو اسراییلیانو "د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو حکومت له خوا د قانوني نظام د بیاکتنې او د سپریم کورټ کمزوري کولو د پلانونو" پر ضد احتجاج کړی دی.

مظاهرچیانو د جنورۍ پر ۱۴مه په تل ابیب کې وويل چې دا ګامونه پر جمهوري نظام د څار نظام ړنګوي.

دا احتجاج نتنیاهو او د هغه د ملي امنیتي چارو د وزیر ایتامار بېن ګویر پر وړاندې لومړنۍ ننګونه ده.

اسراییلیو رسنیو ویلي چې د یخنۍ او باران باوجود د ماسخوتن تر اتو بجو پورې د خلکو ګڼه ګوڼه په لسګونو زرو ته رسېدلې وه.

ایتامار بېن ګویر پولیسو ته امر کړی چې که احتجاج کوونکي سړکونه بند یا د فلسطین بېرغونه پورته کړي نو پر ضد دې یې سخت اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG