د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د ایران له خوا ایراني نژاد برتانوي‌ علي رضا ته د مرګ سزا غندلې ده


برتانوي وزیراعظم رشي سوناک د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې "علي رضا ته پانسي ورکول د هغه بې رحمه رژیم یو بزدله ګام دی.
برتانوي وزیراعظم رشي سوناک د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې "علي رضا ته پانسي ورکول د هغه بې رحمه رژیم یو بزدله ګام دی.

برتانیا په ایران کې یو ایراني نژاده برېتانوي ته د اعدام سزا ورکول یو بې رحمه ګام بللی او ویلي یې دي چې ایران به د دې ځواب ورکوي.

برتانوي وزیراعظم رشي سوناک د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې "علي رضا ته پانسي ورکول د هغه بې رحمه رژیم یو بزدله ګام دی چې د خپل ولس بشري حقونو ته هیڅ درناوی نه لري."

دا له هغې وروسته ده چې د ایران د عدالتي چارو اژانس میزان د جنورۍ پر ۱۴مه خبر ورکړ چې په هغه هېواد کې ایراني نژاده برتانوي علي رضا اکبري ته د مرګ سزا ورکړل شوې.

میزان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پر علي رضا د درغلیو او د ایران د داخله او خارجه امنینت په اړه د برتانیا استخباراتي ادارې ته د معلوماتو ورکولو تورونه وو او ځکه ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

ایران پر نوموړي دا تور هم لګولی چې د جاسوسۍ د کارونو لپاره یې په زرګونه ډالره، پاونډونه او یورو اخیستې دي.

د علي رضا او د هغه د کورنۍ دریځ مخې ته نه دی راغلی. خو تېره اونۍ د بي بي سي فارسي څانګې د اکبري یو غږ خپور کړی وو چې پکې نوموړی وایي تر میاشتو پورې پر ده د تشدد وروسته یې د هغه جرمونو اعتراف کړی کوم چې ده نه دي کړي.

د ایران پر دغه ګام ځینو تنقید کونکیو ویلي د علي رضا د اعدام تر شا سیاسي محرکات دي. دا لا نده څرګنده چې نوموړي ته د مرګ سزا کله ورکړل شوې وه.

علي رضا په ۲۰۰۸زکال کې ایرانيو چارواکو ګرفتار کړ او تر خوشې کېدو وروسته برتانیا ته کډه شو. خو په ۲۰۱۹زکال کې چې کله ایران ته ستون شو نو بیا ګرفتاره شو.

د هغه د مقدمې په اړه ډېر کم معلومات رسنیو ته ورکړل شوي دي. په ایران کې د جاسوسۍ او د کورني امنیت د مقدمو په اړه زیاتره وخت ډېر لږ معلومات رسنیو ته ورکړل کیږي.

علي رضا اکبري د پخواني ولسمشر محمد خاتمي د واک په دوره کې له ۱۹۹۷م څخه تر ۲۰۰۵م کاله د ایران د دفاع وزارت مرستیال هم پاتې شوی دی. هغه په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د ایران له سمندي ځواک سره هم کار کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG