د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوادر کې د 'حق غوښتنې' ولسي تحريک غړو بيا احتجاج پيل کړی


د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې زرګونو ځايي وګړو د خپلو حقونو لپاره د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه لاريون کړی وو.
د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې زرګونو ځايي وګړو د خپلو حقونو لپاره د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۰مه لاريون کړی وو.

د بلوچستان په ګوادر کې ځايي ولس د "حق دو" يا "حق راکړئ" په نوم ولسي غورځنګ بيا احتجاج پيل کړی چې نن يې (د نومبر پر ۲۲مه) ۲۳مه ورځ ده.

دا تحريک د جماعت اسلامي د يو ځايي مشر مولانا هدايت الرحمان په مشرۍ پيل شوی چې ګوادر بندر ته تللې لويه لاره یې تړلې ده.

احتجاج کوونکي وايي، حکومت ورسره د دوی د غوښتنو پوره کولو لپاره کړې وعدې نه دې پوره کړي نو ځکه یې بيا احتجاج شروع کړی دی.

دوی د لادرکه خلکو عدالتونو ته حاضرول، له ايران سره سوداګري اسانول، ځينې امنيتي پوستې ختمول او په سمندر کې په لويو ټرالرانو کبان نه نيولو غوښتنې لري.

دې تحريک د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر او بيا په جنورۍ کې هم پرلت وهلی وو خو بیا ورسره حکومت مذاکرات وکړل او احتجاج ختم شو.

د بلوچستان ځايي رسنيو ليکلي چې د بلوچستان اعلا وزير د ګوادر چارواکو ته لارښوونه کړې چې له پرلتوالو سره خبرې وکړي او دا مسله حل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG