اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې ځواکونو یې د هېواد په ختیز سولېدار ښار کې خپلې مورچې ساتلې دي او روسیو پوځیانو ته یې د پام وړ زیانونه اړولي دي.
ولسمشر زېلېنسکي دا خبره د جنورۍ ۱۲مې په شپه په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې وکړه.
زېلېنسکي تر دې مخکې وویل چې د ختیز اوکراین په بخموت او سولېدار کې خپلو پوځیانو ته د روسیې بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره د اړتیا وړ ټول امکانات برابروي.
نوموړي وویل چې له پوځي چارواکو سره په غونډه کې د اوکراین وسلوالو ځواکونو ته د هغو سامانونو او وسلو پر استولو هم خبرې وشوې چې د کییف ملګرو هېوادونو ورکړي دي.
اوکرایني پوځ تر دې مخکې ویلي ول چې پر سولېدار د روسیې بریدونه روان دي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې د هغه ښار د نیولو دعوه کړې وه.
روسیو ځواکونو پرون شپه د ښار د نیولو لپاره د توپونو او راکټونو بریدونه او د الوتکو بمباري وکړه.