د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، په پلازمېنه پاریس کې یوه کس شپږ تنه په چاقو ټپي کړي دي.
دا برید د جنورۍ پر ۱۱مه د ګادرینورد د اورګاډي په تمځي کې شوی دی او چارواکي وايي چې د یو ژوبل کس روغتیايي وضعیت خراب دی.
پولیس وایي، پر برید کوونکي یې ډزې کړې دي او سخت ټپي شوی دی.
تر اوسه د دې برید علت نه دی روښانه شوی او کومې ډلې یې مسوولیت هم نه دی منلی.