د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند سريلنکا ته ماتې ورکړه، کوهلي سليزه ووهله


ويرات کوهلي
ويرات کوهلي

د جنورۍ پر لسمه هند په يوه پنځوس اووریزه کرکټ سیالۍ کې سريلنکا ته ماتې ورکړه.

د هند په ګواټي کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ هند وکړ او د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۳۷۳ منډې جوړې کړي. ويرات کوهلي تر ټولو ډېر ۱۱۳، روهیت شرما ۸۳ او شوبمن ګيل ۷۰ رنزونه وکړل. کوهلي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

سريلنکا د ۸ لوبغاړو په اوټ کېدو ټولې ۳۰۶ منډې جوړې کړي او دا سیالي یې په ۶۷ رنزونو وبایلله. د سريلنکا لوبډلمشر، داسون شناکا ۱۰۸ رنزونه وکړل. د هند په بالرانو کې عُمران ملک تر ټولو ډېرې ۳ او محمد سراج ۲ ويکټې واخیستې.

هند او سريلنکا به ۲ نورې پنځوس اووریزې هم کوي. د دې سياليوو په لومړۍ لوبه کې د هند لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي سلیزه، په يو ورځنيوو سیاليوو کې د هغه ۴۵مه سلیزه وه. هغه په اوسنيو کرکټرانو کې تر ټولو مخکښ دی، خو یوازې له سچن ټنډولکر شاته دی. ټنډولکر په یو ورځنیو سیالیوو کې ۴۹ سلیزې وهلې دي.

کوهلي اوس مهال په ۲۶۶ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر دولس زرو زیاتې منډې لري او د ۴۵ سلیزو ترڅنګ یې ۶۴ نیمه سلیزې وهلي دي. په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۸۳ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG