پاکستان د کرکټ د دریوو یو پنځوس اووریزو لوبو په لومړۍ هغه کې نیوزيلېنډ ته په شپږو وکټونو ماته ورکړې ده.
د جنورۍ پر نمه، د کراچۍ په میدان کې ترسره شوې لوبه کې نیوزيلېنډ لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سر ۲۵۵ منډې وکړې.
پاکستان دا هدف په ۴۹ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سر پوره کړ. نسيم شاه پينځه ويکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د دوی تر منځ به دویمه لوبه سبا او دریمه د جنورۍ پر ۱۳مه ترسره کېږي.