د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په نشو د روږدو کسانو سروې روانه ده


دا سروې د مخدره موادو او د جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې او د پاکستان د مخدره موادو د کنټرول د وزارت لخوا ترسره کېږي: انځور له ارشیفه
دا سروې د مخدره موادو او د جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې او د پاکستان د مخدره موادو د کنټرول د وزارت لخوا ترسره کېږي: انځور له ارشیفه

د مخدره موادو او د جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې چارواکي وايي، په پاکستان کې په نشو د روږدو کسانو سروې یې پیل کړې چې شمېرې به یې زر مخې ته راشي.

د (یو اېن او ډي سي) دفتر سره په پېښور کې د مشاور په توګه کارکوونکي شیراز خان مومند د جنورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې یوه سروې شوې وه چې پکې ویل شوي ول چې په پاکستان کې تر هغه مهاله څه باندې ۹۲ لاکه کسان په نشو روږدي دي. نوموړی وايي، اوس چې کومه سروې پیل شوې، پایلې او شمېرې به یې زر مخې ته راشي خو هغوی ګمان نه کوي چې په نشو د روږدو کسانو شمېر به ګینې کم شوی وي.

نوموړی وايي: "دا سروې د مخدره موادو او د جرمونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې او د پاکستان د مخدره موادو د کنټرول د وزارت لخوا ترسره کېږي."

شیراز مومند وايي، په سروې کې یوازې هغه شمېرې مخې ته راځي کومې چې د مخدره موادو د درملنې له مرکزونو څخه ترلاسه کېږي. د نوموړي په وینا، اصلي شمېرې تر دې هم ځکه زیاتې وي چې ډېری خلک په پټه نشې کوي او هېڅکله د منشیاتو د تداوۍ مرکزونو ته سر نه ورښکاره کوي. هغه وايي، هیله من دی چې د سروې تازه شمېرې به په ۲۰۲۳م کال کې مخې ته راشي.

شیراز مومند له مخدره موادو د خلکو د ژغورنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مشال راډیو ته وویل: " حکومت له پکار دي چې د روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د منشیاتو د مخنیوي لپاره دې هم اقدامات وکړي. همدا رنګه ځوان کهول ته باید د مخدره موادو د تاوانو په اړه هم خبرداری ورکړل شي چې هغوی له نشو ځانونه لرې وساتي. "

نوموړی وايي، د دې ترڅنګ په نصابي کتابونو کې هم د مخدرو موادو د تاوانونو په اړه د مضامینو شاملول ضروري دي.

د خیبر پښتونخوا د ولسي خیر ښېګړې د ادارې (سوشل ویلفیر) یو چارواکي عزیز الرحمان د جنورۍ په شپږمه مشال راډیو ته وویل، د پېښور کمېشنر د بیا بحالۍ د یو پروګرام لاندې په ۲۰۲۲ کال کې د خواو شا ۲۵۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې وه. نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا له نورو ضلعو نه هم په نشو اخته کسان په دې موخه پورته کېږي چې په ځانګړو مرکزونو کې یې علاج وشي.

د خیبر ضلعې د ملک دین خېلو یو مشر هاشم خان وايي، د هغوی په سیمه کې ځوانان په بېلابېلو نشو روږدي شوي دي. "په ټوله ضلع او په ځانګړي ډول په باړه او تیرا کې د «ایس» نشه ډېره کېږي. سلګونه ځوانان په دې لعنت اخته شوي دي. د دغو نشيي ځوانانو له وجې یې کورنیو ته مشکلات پیدا شوي دي."

نوموړی وايي، د مخدره موادو د کاروبار کونکیو پر ضد د کارروایۍ او د سختو قوانینو د جوړولو ضرورت دی چې خلک له دې کاره لاس واخلي. هغه وايي، حکومت دې داسې قانون جوړ کړي چې د نشه يي توکیو سوداګر له نیول کېدو وروسته په اسانه له بنده ازادي ونه مومي نو مخنیوی به یې وشي.

د خیبر پښتونخوا په بندوبستي او قبایلي سیمو کې د «ایس» تر څنګ د چرسو، هیروین او اپیمو په نشو هم ډېری خلک روږدي دي چې کورنۍ یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

XS
SM
MD
LG