د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له اوکراین سره نوې پوځي مرستې اعلان کړې


د مرستو په دې پیکېج کې زغروال ګاډي هم شامل دي: انځور له ارشیفه
د مرستو په دې پیکېج کې زغروال ګاډي هم شامل دي: انځور له ارشیفه

امریکا د جنورۍ پر شپږمه د اوکراین لپاره له درو اربو ډالرو نه د زیاتو پوځي مرستو اعلان کړی چې پکې پوځي ګاډي او نور سامانونه شامل دي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیالې لارا کوپر د جنورۍ پر شپږمه خبریالانو ته وویل، دا د دوی له ژمنو سره سم یو تر ټولو لوی پوځي پیکېج دی چې دوی یې اوکراین ته ورکوي.

د مېرمن کوپر په وینا، د پوځی مرستو په دغه پیکېج کې د بریډلي په نامه هغه جدید جنګي ټینکونه او ګاډي هم شامل دي چې د جنګي اوزارو ترڅنګ سرتیري هم په خوندي ډول له یوه تر بل ځایه رسولی شي. د نوموړې په وینا، دا به په سختو موسمي حالاتو او خاص کر د اوکراین په مشرقي او جنوبي سیمو کې د اوکرایني پوځ وړتیا نوره هم زیاته کړي.

له اوکراین سره د امریکايي پوځي مرستو په پیکېج کې د هوایي دفاعي نظام پشمول ځینې نورې جدیدې وسلې، ټینکونه او پوځي ګاډي هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG