د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران سپریم کورټ د ۳ کسانو د مرګ سزا لغوه او د ۲ تاييد کړه


د ايران يو عدالت
د ايران يو عدالت

د ایران سترې محکمې يا سپريم کورټ د هغو دریو تورنو کسانو د پانسۍ سزا لغوه کړه چې د یو امنیتي افسر په وژلو کې د لاس لرلو تور پرې پورې شوی وو.

د سترې محکمې د عامه اړيکو مشر امير هاشمي د جنورۍ په دريېمه په ټويټر پاڼه ليکلي چې د قتل په قضیه کې په تحقيقاتو کې د نیمګړتیاو له وجې د حميد قره حسنلو، حسين محمدي او رضا اريا د اعدام حکم لغوه کېږي. خو په همدغه مقدمه کې د محمد مهدي کرمي او سید محمد حسیني د پانسۍ ورکولو حکم تاييد شو.

چارواکو له حکومت ضد مظاهرې ۱۶ احتجاج کوونکي د بسیج نیمه پوځي ځواک د یوه غړي د وژل کېدو په تور نیولي وو. ټول تورن کسان دا الزامات ردوي او وايي، چې د مهسا اميني د وژنې پرضد مظاهرو کې د برخې اخیستو له وجې په نښه شوي دي.

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر وژنې وروسته په هیواد کې پراخې مظاهرې پیل شوي دي. هغه د سیپتمبر پر ۱۶مه د ارشاد پوليسو په قید کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. نوموړې د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. چارواکو د نوموړې د مړينې لامل د زړه درېدل بللی وو.


په ایران کې حکومت د مظاهره کوونکو خلاف کارروایانې پیل کړي چې پکې خبریالان، وکیلان، فعالان، د ډیجیټل حقونو مدافعین او نور کسان د حکومت خلاف د غږ پورته کولو په تور نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG