د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د مشر د نيولو هڅې پيل کړې دي


مولانا هدايت الرحمن بلوچ د يو احتجاج په وخت د نورو بلوچانو سره ناست دی - انځور له ارشيفه
مولانا هدايت الرحمن بلوچ د يو احتجاج په وخت د نورو بلوچانو سره ناست دی - انځور له ارشيفه

د بلوچستان په ګوادر کې پوليس د مظاهره کوونکي حق دو تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان بلوچ دنيولو په لټه کې دي.

د جنورۍ پر دويمه نېټه د ګوادر پولیسو رسنيوو ته په ليږلي بیان کې ويلي چې د مولانا هدايت الرحمن بلوچ نيول ځکه ضروري دي چې د هغه په مشرۍ مظاهره چيانو د يو پولیس د وژنې تور دی. د پولیسو په خبره د نوموړي تر څنګ یې د دې تحريک پر ۱۵ نورو مشرانو مقدمه درج کړې ده.

خو مولانا هدايت الرحمن بلوچ پر فیسبوک خپره کړې ويډيو کې دا تورونه رد کړي دي. هغه ويلي چې د خپل حق لپاره سوله ييزې مظاهرې کوي. نوموړي ادعا کړې چې حکومت په ګوادر کې انټرنيټ بند کړی او په ګڼو ځايونو کې یې د خلکو د نيولو لپاره چاپې وهلې دي.

مولانا هدایت الرحمن بلوچ د جماعت اسلامي مشر دی چې له څه مودې راهیسې يې "حق دو يا حق راکړئ تحريک" پرلت او مظاهرې پيل کړي دي. دوی ویلي چې تر څو یې غوښتنې نه وې منل شوي تر هغې به يې مظاهرې دوام لري. دوی له حکومته په دې ښار کې د پوځي چيک پوسټونو کمولو، په لويو ټرالرانو د ماهيانو د نيولو د مخنیوي او له ايران سره د سوداګرۍ اسانولو غوښتنې لري.

د مولانا هدايت الرحمن بلوچ په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو.

د صوبې اعلا وزیر د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد. د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه بیا پر احتجاج کولو مجبوره شوي دي.

د دیسمبر پر ۲۶مه، پولیسو په تشدد کولو سره پرلت ګډوډ کړ، خېمې یې لیرې کړې او ۲۱ پرلتوال یې ونيول. د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو د دیسمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې کله له مظاهره چيانو سره د پولیسو مذاکرات ناکامه شول نو د هغوی پرضد یې کارروايي وکړه. پر دې مهال، د پولیسو يو سرتيری، یاسر سعيد وژل شوی وو.

پولیس ادعا کوي چې دغه اهلکار د حق دو تحريک غړيو وژلی خو د دې تحريک يو ځايي مشر، نويد کليم بلوچ مشال راډيو ته وويل چې ډزې پولیسو کړي او دغه سرتیری هم په همدغو ډزو کې وژل شوی دی. هغه د جنورۍ په درېيمه مشال راډيو ته وويل: "مولانا هدايت الرحمن بلوچ د خلکو د حق لپاره ولاړ دی. حکومت دې موږ ترهګر نه بولي بلکې زموږ مسله دې حل او غوښتنې دې ومني."

بلخوا د بلوچستان حکومت چارواکي وايي چې هېچا ته به د امنيت ګډوډولو اجازه نه ورکوي. د وزيراعلی وياندې، فرح عظيم شاه د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې اوسمهال په ګوادر کې دکانونه او مارکيټونه پرانیستل شوي او د امنيتي ټينګولو لپاره سرتيري ځای پر ځای شوي دي. هغې زیاته کړه: "په ګوادر او مکران کې ټول بازارونه خلاص دي. هيڅ تاوتریخوالی نشته. پر امنه احتجاج د هرچا حق دی خو حکومت چا ته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي. د پوليس سرتيري د وژنې او قانون سرغړونې په تور به ککړو کسانو پر ضد به قانونې کارروايي کيږي."

XS
SM
MD
LG