د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خار باجوړ کې د کور چت غورځېدو ۶ کسان وژلي


د ژغورنې ادارې کسان د کور چت غورځېدو په پېښه کې د يو ژوبل شوي ماشوم سره خبرې کوي
د ژغورنې ادارې کسان د کور چت غورځېدو په پېښه کې د يو ژوبل شوي ماشوم سره خبرې کوي

د باجوړ په مرکز، خار کې د يو کور د چت غورځېدو له وجې ۶ کسان مړه شوي دي.

د ژغورنې ادارې، ريسکيو ۱۱۲۲ د جنورۍ پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې دا کور د لياقت علي په نامه يو ځايي اوسېدونکي دی.

د چارواکو په وينا په دې پېښه کې شپږ کسان زخميان شوي هم دي. په مړو شويو کې ۳ ماشومان هم دي. تر اوسه د چت د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG