د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیوزيلينډ او پاکستان ټېسټ کرکټ لوبو وړيا ټکټونه خو نندارچيان بیا هم کم دي


د نيوزيلينډ لوبغاړی کېن ویلیمسن د بېټينګ په وخت ولوېد
د نيوزيلينډ لوبغاړی کېن ویلیمسن د بېټينګ په وخت ولوېد

د پاکستان کرکټ بورډ د نيوزيلینډ او پاکستان لوبډلو تر منځ د پاتو دوو ټېسټ سياليو لپاره ټکټونه وړيا ورکوي خو بيا هم نندارچيان کم دي.

د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې له دويم ټېسټ لوبې تر پيل مخکې د پاکستان کرکټ بورډ د نندارچيانو د وروستلو لپاره ټکټونه یې پيسو کړل خو په دې لوبه کې هم د نندارچيانو شمېر کم وو. پر ټولنيزو رسنيوو ځينو خلک ليکلي چې د کراچۍ لوبغالی د ګڼې ابادۍ په سيمه کې دی او د امنيتي چيک پوسټونو له وجې هم خلک ميدان ته ورتللو ته زړه نه ښه کوي.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله شل کاله وروسته په پاکستان کې یو ورځنۍ او پنځه ورځنۍ لوبې کوي. دوی په ۲۰۲۱ کال کې هم پاکستان ته د لوبو لپاره ورغلي ول خو د امنیتي وجوهاتو له کبله یې خپله دوره ځنډولې وه. په اوسنۍ دوره کې به نيوزي لېنډ لوبډله دوه ټيسټ ميچونه او درې يو ورځنۍلوبې کوي.

د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ په کراچۍ کې ترسره شوی لومړی ټیسټ میچ سر په سر پاتې شوې وه.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې وې. په ځواب کې یې نيوزيلېنډ په لومړي اننګز کې د نهو لوبغاړو په نقصان د ۶۱۲ منډو کولو وروسته خپله لوبه ختمه کړې وه او پاکستان ته یې د دویم اننګز د پیلولو بلنه ورکړې وه.

د دې په ځواب کې پاکستان په دویم اننګز کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه نيوزيلېنډ ته يې د ګټلو لپاره ۱۳۸ رنزونو هدف ورکړی وو. د لوبې په اخرۍ ورځ، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، نيوزيلينډ د يو لوبغاړي په نقصان ۶۱ رنزونه جوړ کړل او داسي لوبه بې له نتيجې ختمه شوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG