د لاسرسي ځای

تازه خبر

دره ادم خېل کې د ګاډو په ټکر کې ۸ کسان وژل شوي


دره ادم خېل ته تللی سړک - انځور له ارشيفه
دره ادم خېل ته تللی سړک - انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په دره ادم خېل سيمه کې د ګاډو په ټکر کې ۸ کسان مړه او ۶ ژوبل شوي دي.

د کوهاټ پوليس وياند فصل نعيم د جنورۍ په لومړۍ نېټه مشال ريډيو ته ووويل چې دغه ټکر غرمه مهال، د کوهاټ تونل سره نيږدې د ټرک او وېن ترمنځ شوی دی.

د چارواکو په وينا په پېښه کې وژل شوي کسان د يوې کورنۍ او له کرک څخه پېښور ته روان وو. په وژل شويو کسانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او درې سړي شامل دي.

د مرستندويه ډلې ۱۱۲۲ وياند ياسر خان تر مخه په پېښه کې وژل شوي کسان د کرک اوسيدونکي ول چې مړي يې د کرک صابر اباد ته رسولي دي. د هغه په خبره، ژوبل کسان يې شوني کلي سېول هسپتال ته وړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG