د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرايني ځواکونه وايي د روس تازه توغول شوي راکټونه یې شنډ کړي دي


د اوکراين په خارکېيف کې د روسي ځواکونو د توغول شويو راکټونو پاتې شوني. انځور د دیسمبر د درېيمې نېټې دی
د اوکراين په خارکېيف کې د روسي ځواکونو د توغول شويو راکټونو پاتې شوني. انځور د دیسمبر د درېيمې نېټې دی

د ۲۰۲۲ کال په وروستئ ورځ او د ۲۰۲۳ نوي کال په شپه، روسيوو ځواکونو د اوکراين پر پلازمېنې کېيف ميزایل ویشتلي دي.

د اوکراین پوځ ویلي، دفاعي ځواکونو یې د روسیې له ۲۰ راکټونو ۱۲ راکټونه شنډ کړي دی.‌ تر دې مخکې په کېیف مې درنې چاودنې اورېدل شوې وي.

د اوکرایین د پیاده ځواکونو قومندان اولیکسي پاولوک پر ټېلېګرام لیکلي چې د پلازمېنې په درېیو سیمو کې د یوه هوټل او یوه کور په ګډون ملکي سیمې ویجاړې شوې دي.

د اوکراین په لوېدیځ کې د ميکولايف او خملنيتسکي سيمو په ګډون پر نورو سيمو د روسي ځواکونو له راکټي بريدونو هم راپور هم ورکړل شوى دى.

روسانو د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې پر اوکراين یرغل کړی دی.

XS
SM
MD
LG