د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نیوزي لېنډ او پاکستان ترمنځ لومړۍ ټسټ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده


د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ په کراچۍ کې ترسره شوی لومړی ټیسټ میچ سر په سر پاتې شو. 

د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ په کراچۍ کې ترسره شوی لومړی ټیسټ میچ سر په سر پاتې شو.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې وې. په ځواب کې نيوزيلېنډ په لومړي اننګز کې د نهو لوبغاړو په نقصان د ۶۱۲ منډو کولو وروسته خپله لوبه ختمه کړې وه او پاکستان ته یې د دویم اننګز د پیلولو بلنه ورکړې وه.

د دې په ځواب کې پاکستان په دویم اننګز کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه نيوزيلېنډ ته يې د ګټلو لپاره ۱۳۸ رنزونو هدف ورکړی وو.

د لوبې په اخرۍ ورځ، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، نيوزيلينډ د يو لوبغاړي په نقصان ۶۱ رنزونه جوړ کړل او داسي لوبه بې له نتيجې ختمه شوه.

دوهم او وروستی ټیسټ میچ به د ګل په ورځ (د جنورۍ په دویمه نېټه) په کراچۍ کې کېږي.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله شل کاله وروسته په پاکستان کې یو ورځنۍ او پنځه ورځنۍ لوبې کوي. دوی په ۲۰۲۱ کال کې هم پاکستان ته د لوبو لپاره ورغلي ول خو د امنیتي وجوهاتو له کبله یې خپله دوره ځنډولې وه.

په اوسنۍ دوره کې به نيوزي لېنډ لوبډله دوه ټيسټ ميچونه او درې يو ورځنۍلوبې کوي.

XS
SM
MD
LG