د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تهران عدالت یو ایراني لیکوال او انځور ګر ته د مرګ سزا واوروله


پر بهمن د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړل شوي: انځور له ارشیفه
پر بهمن د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړل شوي: انځور له ارشیفه

ځینو باخبره سرچینو د مشال راډيو ایرانۍ څانګې (راډیو فردا) ته وویل چې مهدي بهمن د اکتوبر پر ۱۱مه په هیواد کې د مظاهرو پر مهال، له هغې وروسته نیول شوی وو چې له یو اسراییلي تلویزوني چینل ۱۳ سره یې مرکه کړې وه.

پر بهمن د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي په ډاګه کړل شوي. له چینل ۱۳ سره د هغه مرکه په اپریل میاشت کې شوې وه ،کله چې نوموړي یوې اسراییلۍ ښځې سره د خپل کتاب په عبرانۍ ژبه کې د ژباړې کولو لپاره رابطه کړې وه.

بهمن په مرکه کې پر اسلامي جمهوریت تنقید کړی وو چې د خلکو په ژوند کې یې شرعي قوانین نافذ کړي دي. هغه دا هم ویلي وو چې د ده په فکر د ايران خلک له اسرایيلو او په نړۍ کې له يهودانو سره کومه ستونزه نه لري او غواړي چې د ايران او اسرایيلو ترمنځ تعلقات دې سم وي.

په ایران کې د ۲۲ کلنې جینۍ مهسا امیني تر وژنې وروسته په هیواد کې پراخې مظاهرې پیل شوي دي. هغه د سیپټمبر پر ۱۶مه د اخلاقي پوليسو په قید کې تر کوما وروسته مړه شوې وه. هغه د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه. چارواکو د نوموړې د مړينې لامل د زړه درېدل بللی وو.

په ایران کې حکومت د مظاهره کوونکو خلاف کاررویانې پیل کړي چې پکې خبریالان، وکیلان، فعالان، د ډیجیټل حقونو مدافعین او نور کسان د حکومت خلاف د غږ پورته کولو په تور نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG