د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د پوځ په ډزو دوه کسان وژل شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په سویلي وزیرستان کې ځايي خلک وايي، د پاکستان د پوځي سرتیرو په ډزو کې دوه ځاي کسان وژل شوي دي.

ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي، د ډیسمبر پر ۲۹مه پوځي سرتیرو په اینځر چینه امنیتي پوسته د تورو شیشو په یو ګاډي ډزې کړي چې په نتیجه کې یې د شمالي وزیرستان دوه اوسیدونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

یو امنیتي چاروکی وايي چې سرتیرو ګاډي ته د ودریدو اشاره ورکړه خو چې ګاډی ونه دریده، نو ډزې یې ورباندې وکړې چې په نتیجه کې یې دغه مرګ ژوبله مخې ته راغلې ده.

دوه وژل شوي کسان د شمالي وزیرستان سره تړاو لري او ژوبل تن د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی دی.

د پیښې په اړه د پاکستان پوځ لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG