د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې پر اوکراین تازه حملې پیل کړې دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پر اوکراین د ډېسېمبر پر ۲۹مه، د روسیې لخوا تازه حملې پیل شوې دي چې پکې په غربي ښار لیوف کې درې تنه وژل شوې دي. د دغو حملو له وجې په ټول ښار کې برېښنا پرې شوې ده.

بلخوا د اوکراین پوځ ویلي، دوی د ډېرو حملو په ناکاره کولو توانیدلي. په اوکراین کې د هوایي حملو غږونه اورېدل شوي او د ولسمشر یو سلاکار اولیکسي اریستویچ پر فیسبک لیکلي چې هلته څو میزایلي حملې ترسره شوي دي. پر اوکرایني ټیلیوېژن د داخله چارو وزیر ویلي چې په تازه حملو کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوې دي، خو دا یې ونه ویل چې دغه مرګ ژوبله په کومو ځایونو کې شوې ده؟

بلخوا د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو ویلي، په دغو حملو کې د یوې ۱۴ کلنې ماشومې په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي او روغتون ته رسول شوې دي. کلیتشکو د بجلۍ د نیشتوالي خبرداری هم ورکړی او پر خلکو یې د اوبو د جمع کولو غږ کړی.

د کییف نه علاوه وروستۍ حملې د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیېف او په ساحلي ښار اوډیسه هم ترسره شوې دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر وولودمیر زیلېنسکي ویلي، د روسي له میزایلي حملو وروسته زیاتره سیمې په دې سخته یخنۍ کې انرژي نه لري.

نوموړي په خپله شپنۍ ویډیویي وینا کې ویلي چې په خاصه توګه په کیېف، لیوف، اوډیسه، خیرسون او ځینو نورو سیمو کې ډېر مشکل حالات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG