د افغانستان په کندهار او تخار ولايتونو کې چاودنې شوې دي.
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د اړیکو مسوول سید زبیر خالد رسنيو ته ويلي چې يو ماشوم هغه وخت ووژل شو چې د دیسمبر پر ۲۷مه ماشومانو د راکټ په ناچاوده مرمۍ لوبې کولې. ۳ نور ماشومان زخميان شوي دي.
د خالد په وینا دغه څلور واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.
بلخوا په تخار ولايت کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې ۴ ولسي وګړي په يوه چاودنه کې زخمیان شوي دی. صافي زیاته کړه چې د مقناطیسي ماين دا چاودنه په تالقانو کې د قطغن کلینیک مخې ته شوې ده.
تر اوسه چا د دغې چاودنې ذمه واري نه ده منلې.