د امریکا په نیویارک ایالت کې د واورې توپان په داسې وخت کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي چې خلک د کرسمس لمانځلو لپاره په رخصتیو وو.
د نیویارک چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۶مه ویلي چې د نیویارک په غربي سیمو کې د توپان له کبله زیاتره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ډېسېمبر له ۲۳مې راهیسې د نیویارک د بوفیلو په ګډون په ځینو نورو سیمو کې لا هم پر کورونو تر څلورو فوټه زیاته واوره پرته ده او د چارواکو په وینا هلته د ژغورنې عملیات روان دي.
د توپان شدت نیږدې بې ساري ثبت شوی دی. اټکل کېږي چې د واورې او یخنۍ په دې توپان کې به د مړو شمیره زیاته شي.
له دې له کبله په سلګونه زره کورونو او تجارتي ځایونو ته بجلي هم بنده شوې ده.