د اوکراين ولسمشر ولودومیر زیلېنسکي پر خپل ولس غږ کړی چې د روسي ميزايلو بريدونو لپاره تيار واوسي. هغه د ډېسېمبر پر ۲۶مه په خپله شپنۍ وينا کې وويل چې د اوکراين هوايي دفاعي ځواکونه او ریاستي ادارې د نورو حملو لپاره چمتووالی نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په دې وروستيوو کې په مسلسل ډول د اوکراين د انرژۍ مرکزونه په خپلو حملو کې هدف ګرځولي دي.
په همدې حال کې زیلېنسکي د هند وزيراعظم نريندرا مودي سره په ټيليفوني خبرو کې د هغه ملاتړ غوښتی دی. مودي دا مهال د جي شل – يا شلو لويو اقتصاد لرونکو هېوادونو د سرمشريزې مشري پر غاړه لري. زیلېنسکي پر ټويټر ليکلي چې د ډېسېمبر پر ۲۶مه یې له وزيراعظم مودي وغوښتل چې د اوکراين جګړې ختمولو لپاره دې هند د سولې فارمولې په عملي کولو کې خپل کردار ولوبوي.