د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان په ماین چاودنه کې وژل شوی


 دا چاودنه د ډېسېمبر پر ۲۶مه له غرمې مخکې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې ده.
دا چاودنه د ډېسېمبر پر ۲۶مه له غرمې مخکې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډویو ته وویل چې دا چاودنه د ډېسېمبر پر ۲۶مه له غرمې مخکې په فیض اباد کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته نژدې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د امنيه قومندان ترڅنګ د طالبانو دوه نور وسله‌ وال هم په دې چاودنه کې وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

عبدالنافع ټکور وویل چې ماین په یوه موټر کې ځای پر ځای شوی وو خو دا یې نه دي ویلي چې دا موټر د چا وو؟

تر اوسه چا د چاودنې زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG