د لاسرسي ځای

تازه خبر

امربالمعروف وزارت له يوه زیات واده لرونکيو طالب مشرانو نوملړ جوړوي


 طالبان په کابل کې په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه
طالبان په کابل کې په يوه غونډه کې - انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت امربالمعروف وزارت د هغو چارواکو نوملړ غوښتی چې له "اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې دویم، درېيم او څلورم ودونه کړي" دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د دیسمبر په ۲۴مه په يوه مکتوب کې خپلو ولایتي دفترونو ته امر کړی چې د ملا هبت الله اخونزاده د فرمان سره سم دې د هغو طالب چارواکو نوملړ برابر کړي چې "له اړتیا پرته او په لوړ لګښت یې له يوه زیات ودونه کړي دي".

معلومه نه ده چې د طالبانو مشر ملا اخونزاده دا لیسټ د څه لپاره ورغوښتی. خو په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي وو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل تر نيولو وروسته، یو شمېر لوړپوړو طالب چارواکو په لوړ لګښت دويم، دريم او یا هم څلورم واده کړی دی.

څو میاشتې مخکې پر ټولنیزو رسنیو داسې انځورونه او ويډيوګانې خپرې شوې وي چې پکې ښکاري چې يو طالب چارواکي خپله ناوې له يو ولايت څخه بل ولايت ته په هيلي کاپټر کې وړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG