د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې په کیمیروف کې د اورلګېدو پېښې لږترلږه ۲۰ تنه وژلي


په کیمروف سیمه کې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م  په پیل کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي ول. (انځور: ارشیف)
په کیمروف سیمه کې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م  په پیل کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي ول. (انځور: ارشیف)

د روسیې په کیمیروف ښار کې د زړو خلکو د ساتنې په یو غیرقانوني مرکز کې د اورلګېدو پېښه کې د وژلو شویو کسانو شمېر ۲۰ ته پورته شوی دی.

کیمروف د سایبیریا جنوب لویدیځ کې پروت ښار دی. د بیړنیو خدماتو ادارې تاس خبري اژانس ته د دې ارقامو پخلی کړی دی.

چارواکي وايي، دا پېښه د ډېسېمبر پر ۲۳مه نېټه مخې ته راغلې ده. دوی وايي، کیدای شي اور بجلۍ له کبله لګېدلی وي.

روسیو چارواکو ویلي چې د دې د مرکز مسوول خلاف جنايي پلټنې پیل شوې دي. تر دې وړاندې د ۱۳ کسانو د وژنې خبر ورکړل شوی وو.

د کیمروف سیمې یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي سرګې تڅویلې ویلي، په سیمه کې د ټولو داسې مرکزونو د پلټنو امر یې کړی چې پکې زاړه خلک ژوند کوي.

په کیمروف سیمه کې تر دې وړاندې د ۲۰۲۲م په پیل کې د اورلګېدنې په یوه پېښه کې څلور کسان وژل شوي ول.

همدا رنګه په ۲۰۱۸ کال کې بیا د کیمروف په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو پېشه کې ۶۰ کسان وژل شوي وو چې ۳۷ پکې ماشومان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG