د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر مرستیال سپیکر ډزې شوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مرستیال سپیکر محمود جان په پیښور کې له یوه وسله وال بریده روغ وتلی دی.

د پیښور د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي کاشف عباسي نن (ډیسمبر ۲۳) خبریالانو ته وویل چې وسله والو د اسمبلۍ په مرستیال سپیکر د پیښور په شګۍ سیمه کې ډزې وکړې خو هغه ته یې څه زیان نه دی اړولی.

نوموړي زیاته کړه چې د محمود جان د چا سره د زمکې په سر لانجه وه.

پولیس وايی، برید ګر په تیښته بریالي شوي دي خو هغوی سیمه په خپله ولقه کې اخیستې او د برید پلټنې روانې دي.

مرستیال سپیکر محمود جان په یو بیان کې ویلي چې برید ورباندې یوې غونډې ته د وینا پر مهال شوی او د هغه حفاظت کوونکیو ځوابي ډزې هم کړې دي.

محمود جان په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان تحریک انصاف له خوا د اسمبلۍ غړی منتخب شوی او هم په هغه کال د اسمبلۍ د مرستیال سپیکر په توګه هم وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG