د لاسرسي ځای

تازه خبر

وولودېمیر زيلینسکي پر امريکايانو د دوامدارې مرستې ټينګار وکړ


زيلينسکي کانګس ته د وينا په حال کې
زيلينسکي کانګس ته د وينا په حال کې

د اوکراين ولسمشر وولودېمير زيلينسکي د امريکا د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې له اوکراين سره د امريکايانو پوځي او مالي مرستو ته په دوام ورکولو ټېنګار کړي دي.

نوموړي په خپله وينا کې خبرداری هم ورکړ چې په جنګ کې د بريا نه ترلاسه کولو په صورت کې د امريکا په ګډون ازاده نړۍ له ګواښو سره مخامخولی شي.

زيلينسکي د دیسمبر پر ۲۱مه د استازو جرګې (ايوان نمايندګانو) ته په وينا کې ټينګار وکړ چې اوکراين کولی شي د یوه ښه وسله لرونکي روسي پوځ پر وړاندې جګړه وګټي، خو ویې ویل چې د امریکا پوځي او مالي مرستې د وروستۍ بریا د ترلاسه کولو لپاره "مهمې" دي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ازادي او جمهوريت او همدارنګه د امریکا امنیت په اوکراین کې په خطر کې دی او له روسیې سره جګړه یې د امریکا د خپلواکۍ له جګړې سره پرتله کړه.

ده وويل چې د اوکراین دفاع "یوازې د اوکراینيانو د ژوند، ازادۍ او امنیت لپاره نه ده، دا به مشخصه کړي چې ایا د اوکراینیانو او امریکایانو لپاره به جمهوريت وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG