د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي واشنګټن به تر هغو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې نه کړي، تر څو دوی له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه وي کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د ديسمبر پر ۱۹مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وويل چې امریکا له طالبانو سره په خپلو محدودو اړیکو کې د بشري حقونو مسله په جدي ډول مطرح کوي او له خپلو متحدینو سره په پر دې مسله پر پراخو مشورو بوخت دي.
هغه زیاته کړه چې طالبانو لخوا د شرعي حدودو د جاري کولو په نامه تورنو خلکو ته سزاوې او په ټوله کې له بشري حقونو سرغړونې ښيي چې هغوی خپلې لومړي ځل واکمنۍ ته ستنیږي. د نوموړي په وينا د طالبانو رامنځته کړی حالت افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه دی.
د طالبانو د حکومت چارواکو له خپلو کړنې دفاع کړې ده. وياند یې، ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې تورنو خلکو ته په عام محضر کې سزواې د شريعت له مخې سمې دي.