د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې یو بل سیاسي فعال تر تشدد وروسته سا ورکړې ده


محمد حاجي رسولپور له دې وړاندې هم د خپل کار له کبله څو ځله نیول شوی وو.
محمد حاجي رسولپور له دې وړاندې هم د خپل کار له کبله څو ځله نیول شوی وو.

په ایران کې له بشري حقونو سرغړونې څارونکې ډلې ویلي چې په دې هېواد کې یو مظاهره کوونکی تر تشدد وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

دا خبره د هینګاو په نامه هغه ناروې مېشتې ډلې د ډېسېمبر پر ۱۹مه کړې ده چې د ایران په کرد سیمو کې له بشري حقونو سرغړونې څاري.

یادې ډلې ویلي چې د دې هیواد په بوکان ښار کې یو سیاسي فعال محمد حاجي رسولپور تر نیول کېدو وروسته د کومه په حالت کې په روغتون کې مړ شوی دی. رپورټونه وايي چې پر هغه د بند پر وخت تشدد شوی دی.

هینګاو زیاته کړې چې محمد حاجي رسولپور د اکتوبر پر لومړۍ نیټه په هغه هېواد کې د مهسا امینې تر وژنې وروسته د مظاهرو پر مهال نیول شوی وو.

مهسا امیني د حجاب د ناسم استعمال په تور نیول شوې وه چې وروسته یې د سېپټمبر په میاشت کې په روغتون کې د پولیسو په ولکه کې ساه ورکړه. مظاهره چيان وايي‌هغه پولیسو په تشدد وژلې خو پولیس وايي نوموړې د زړه درېدو له کبله مړه شوې ده.

محمد حاجي رسولپور له دې وړاندې هم د خپل کار له کبله څو ځله نیول شوی وو. نوموړی ۲۵ ورځې وروسته په ضمانت خوشې شو او د نومبر پر ۲۳مه بیا ونیول شو. د هینګاو ترمخه رسولپور ۲۰ ورځې وروسته د حراست په دوران کې د تشدد او زخمونو له وجې په کومه کې لاړ او د ډېسېمبر پر ۱۸مه یې په روغتون کې ساه ورکړه.

په فرانس کې د کردستان د بشري حقونو نیټورک وايي، پر رسولپور او نږدې ۱۰۰ نورو نیول شویو کسانو په هغو خفیه بندي خانو کې تشدد شوی چې د ایران امنیتي عسکرو جوړې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG