د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران په سیستان بلوچستان کې ۴ امنيتي سرتېري وژل شوي


په ایران بلتستان بلوچستان کې يو امنيتي سرتیری په پېره ولاړ دی - انځور له ارشيفه
په ایران بلتستان بلوچستان کې يو امنيتي سرتیری په پېره ولاړ دی - انځور له ارشيفه

په ايران کې چارواکي وايي چې په سیستان بلوچستان صوبه کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک د ډېسېمبر پر ۱۹مه په یو بیان کې تور لګولی چې دا کار ترهګرو ډلو کړی دی.

ایران زیاتره وخت د ترهګرو ډلو اصطلاح د حکومت مخالفو لپاره کاروي. په بیان کې نه دا ویل شوي چې دا سرتېري کومې ډلې وژلي او نه هم په دې اړه نور معلومات ورکړل شوي چې دا سرتېري څنګه وژل شوي دي.

د ایران په جنوب ختیځه صوبه سیستان بلوچستان کې په دې وروستیو میاشتو کې شدید حکومت ضد احتجاجونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG