د یونان له یوه ټاپو سره نېږدې د کډوالو په کښتۍ کې د کم عمره ماشوم مړی موندل شوی دی.
یونانیو چارواکو د ډېسېمبر پر ۱۷مه وویل چې لېسبوس ټاپو ته په رسېدونکې کښتۍ کې ۳۴ کډوال سپاره ول.
د یونان ساحلي ځواک په یو بیان کې ویلي دي چې د ډېسېمبر پر ۱۶مه ګزمه کوونکو سرتېرو د ترکیې له ساحل سره نېږدې هغه کښتۍ ولیده.
په بیان کې راغلي، ساحلي ځواکونو سمدستي د پېښې ځای ته ایمبولینس او روغتیاپالان ورواستول او هغوی هلته د ماشوم د مړینې تصدیق وکړ.
د یونان چارواکو ویلي چې د پېښې پلټنې کوي او د ماشوم تر مړینې وروسته یې طبي معاینه (پوسټ مارټم) کوي.
چارواکو لا دا نه دي ویلي چې هغه کډوال ماشوم د کوم هېواد وو خو د ترکیې له لاره د نورو هېوادونو تر څنګ د افغانستان او پاکستان کډوال هم په ناقانونه توګه د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځي.
په یونان او اېټالیا کې تر دې مخکې هم د کډوالو کښتۍ د بېلابېلو پېښو ښکار شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.