په ایران کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده او ۲۴ نور هم په داسې تورونو تورن شوي چې ښايي د مرګ سزاوې ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ایران کې په مظاهرو کې د ګډون له وجې د دوو تنکیو ځوانانو تر پانسۍ وروسته د لا زیاتو سزاګانو ویره رامنځته شوې ده.
په ایران کې د بشري حقونو د مرکز اجرایوي رییس هادي قایمي د ډېسېمبر پر ۱۵مه وویل چې د خلکو د ځپلو لپاره جوړې کميټۍ چې د عدالتونو په بڼه راڅرګندې شوي خلکو ته د مرګ ګواښونه کوي.
د ده په وینا، د دې هدف دا دی چې په لاریون کوونکو کې ویره رامینځته کړي او د هیواد د ازادۍ غورځنګ چې په ټول هيواد کې خپور شوی، مات کړي.