د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې يو وکيل او د هغه ۲ زامن وژل شوي دي


 په سوات کې په دې وروستيوو کې بې امني زیاته شوې ده - انځور له ارشيفه
په سوات کې په دې وروستيوو کې بې امني زیاته شوې ده - انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د سوات په مټې تحصيل کې یو ځایي وکیل سره د دوو زامنو وژل شوی دی.

د مټې د کالا کوټ پوليس تاڼې محرر ميا سيد رحمان د دیسمبر پر ۱۳مه مشال راډيو ته ويلي چې د دیسمبر پر ۱۲مه، د فتح پور اوسېدونکی وکيل اکرام علي د خپلو دوو زامنو سره په ډزو ویشتل شوی.

پوليسو د پېښي مقدمه درج کړې چي پکي د وژل شوي تن پر وراره دعوه شوې ده. د پولیسو ترمخه د دواړو کورنیو ترمنځ د ځمکې په سر شخړه روانه وه او هم په دغه ورځ یې په عدالت کې د مقدمې اورېدنه هم وه.

بلخوا نن د سوات د وکیلانو اتحادیې د دغه پېښې خلاف کاربندیز اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG