په قطر کې د فټبال نړیوال کپ لومړی نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل نن د ارجنټینا او کروېشیا ترمنځ کېږي.
ټاکل شوې چې لوبه د پېښور له وخت سره سمه د شپې پر اته بجې پیل شي. ارجنټاین په کوارټرفاینل کې نېدرلېنډز ته ماته ورکړې وه او کروویشیا بیا د برازیل لوبډله ماته کړې وه.
ټاکل شوې چې دویمه نیمه پایلوبه به سبا د فرانس او مراکش ترمنځ وشي.
د فټبال نړیوال کپ د نومبر پر ۱۶مه په قطر کې پیل شوی وو او پای لوبه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.