د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د وروستیو مظاهرو یو ګډونوال اعدام کړی دی


حکومت د ډېسېمبر پر اتمه د محسن شکاري د اعدام خبر ورکړ - پخوانی انځور.
حکومت د ډېسېمبر پر اتمه د محسن شکاري د اعدام خبر ورکړ - پخوانی انځور.

په ایران کې حکومت هغه کس اعدام (پانسي) کړی دی چې په وروستیو کې عدالت په احتجاجي لاریونونو کې د ګډون په تور مجرم بللی وو.

ایران د ډېسېمبر پر اتمه وویل، د محسن شکاري په نوم کس د پلازمېنې تهران یوې کوڅې د تړلو او د امنیتي ځواکونو پر یوه سرتېري د چړې په برید تورن وو چې وروسته د مجرم په توګه محکوم شو.

دا لومړی ځل دی چې د سېپټېمبر له نیمايي راهیسې په روانو مظاهرو کې د تاوتریخوالي په تور یو کس اعدامېږي.

د ایران له عدلیې سره تړلي میزان خبري اژانس د شکاري د مرګ د سزا خبر ورکړی دی. د نوموړي کورنۍ لا د هغه د جرم او اعدامولو په غبرګون څه نه دي ویلي.

فعالان وايي، په مظاهرو کې د ګډون په تور لسګونه کسانو ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

په هغه هېواد کې مظاهرې د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ تر مړینې وروسته پیل شوې. هغه تر دې درې ورځې مخکې د ایران ګشت ارشاد په نوم اخلاقي پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه. امیني د پولیسو په حراست کې بېهوښه شوې وه او بیا په روغتون کې ومړه.

چارواکو د هغې د مړینې لامل د زړه درېدل بللي ول خو د امیني کورنۍ او فعالان وايي چې هغه د پولیسو د تشدد له وجې مړه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG