اوکراینیو ځواکونو د روسیې له خوا پر نيول شوي ښار مېلیتوپول بریدونه کړي دي.
په سیمه کې د روسیو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه متضادو راپورونو ورکړل شوي دي. د مېلیتوپول جلاوطن شوي ښاروال ایوان فېدوروف وویل چې پخوانۍ تفریحي کمپلکس اوس د کرېملېن تر ملاتړ لاندې له دوو تر درو سوو پورې د ځواکونو د ساتلو لپاره کارول کېږي چې پکې په لسګونو یې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
بلخوا روسي پلویو چارواکو ویلي چې د توغندي په يو برید کې دوه کسان وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي څو چاودنې د ښار په ختیځه څنډه کې د هنټرز هالټ په نامه د هوټل او رستوران په کمپلیکس کې شوې دي.
د ۱۵۰،۰۰۰ ابادۍ د ستراتیژیک سویلي ښار اوسیدونکو راپور ورکړی چې د ډېسېمبر پر ۱۰مه ناوخته په ختیځ مېلیتوپول کې درنې چاودنې وشوې چې له وجې يې د ډېسېمبر تر ۱۱مې پورې اور لګېدلی وو.