د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په اواران کې چاودنې یو تن وژلی او ۸ یې ټپي کړي دي


د اواران مرستیال کمېشنر جمعه داد مندوخیل مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د ډېسېمبر پر لسمه په یو دوکان کې شوې چې دوکاندار پکې وژل شوی دی.
د اواران مرستیال کمېشنر جمعه داد مندوخیل مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د ډېسېمبر پر لسمه په یو دوکان کې شوې چې دوکاندار پکې وژل شوی دی.

د بلوچستان په اواران کې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۸ نور کسان زخمیان دي.

د اواران مرستیال کمېشنر جمعه داد مندوخېل مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د ډېسېمبر پر لسمه په یو دوکان کې شوې چې دوکاندار پکې وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان په پېښه کې ژوبل شوي دي چې د یو تن حالت پکې ښه نه دی. په زخمیانو کې یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.

جمعه داد مندوخېل وویل چې زخمي شوي کسان هسپتال ته وړل شوي دي. د هغه په خبره تر چاودنې وروسته د ناڅرګنده کسانو خلاف مقدمه درج کړل شوې ده.

د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو د پېښې غندنه کړې ده او ویلې یې دي چې حکومت به ککړ کسان نیسي او سزا به ورکوي.

د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. خو مخکې د بلوچستان په جنوبي برخو کې د دغه ‌ډول یو شمېر پېښو ذمه واري بلوڅو وسله والو ډلو منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG