د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د استازو جرګې د ۸۵۸ اربه ډالرو دفاعي بودیجې د مسودې ملاتړ کړی دی


د امریکا د کانګرس غړي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د امریکا د کانګرس غړي د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د امریکا د استازو جرګې (ایوان نمایندګان) د هغې قانوني مسودې ملاتړ کړی دی چې د راتلونکي مالي کال لپاره د دفاعي بودیجې کچ ۸۵۸ اربه (مېلیارده) ډالرو ته لوړولو ته لاره برابروي.

دا په امریکا کې د دفاعي بجټ لپاره د پیسو تر ټولو لویه (رېکارډ) سطح ده او د ولسمشر جو بایډن له وړاندیزه پکې ۴۵ اربه ډالره زیات شامل شوي دي.

د استازو په جرګه کې ۳۵۰ غړو د ملي دفاع د لګښتونو د چارو واک قانون لپاره د مصالحتي مسودې په حق او ۸۰ یې په مخالفت کې رایې ورکړې. د قانون په حق کې رایې له درو څخه د دوو برخو یا څه د پاسه ۶۶ فیصده اړینو رایو څخه خورا لوړې دي.

د ۲۰۲۳ز مالي کال د ملي دفاع د چارو قانون د پوځي لګښتونو لپاره د ۸۵۸ اربه ډالرو اجازه ورکوي چې پکې د سرتېرو په تنخاګانو کې د ۴.۶ فیصده لوړوالي او د وسلو، کښتیو او الوتکو اخیستو لپاره د پیسو وړاندیز شوی دی.

له دې پرته په قانوني مسوده کې د چین له لوري پر تایوان د تېري (جارحیت) پر ضد او د روسیې یرغل پر وړاندې د جنګېدونکي اوکراین لپاره هم د پیسو بېلولو وړاندیز شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG