د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړيوال جام: نن د ۸ غوره لوبډلو ترمينځ د سياليو پړاو پيلېږي


په درېيم پړاو کې لومړۍ لوبه د کروېشيا او برازيل ترمينځ د پېښور پر وخت د شپې پر اته بجې پيلېږي ــ انځور له ارشيفه
په درېيم پړاو کې لومړۍ لوبه د کروېشيا او برازيل ترمينځ د پېښور پر وخت د شپې پر اته بجې پيلېږي ــ انځور له ارشيفه

د فوټبال په نړيوال جام کې نن (د ډېسېمبر پر نهمه) د اتو غوره لوبډلو ترمينځ د سياليو پړاو يا کوارټر فاينل پيلېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې په لومړي پړاو کې ۱۶ لوبډلې او بيا وروسته په دويم پړاو کې اته لوبډلې له نړیوال جامه بهر شوې او په پای کې اته لوبډلې پاتې شوې.

د ډېسېمبر پر نهمه د نړیوال جام په درېيم پړاو کې لومړۍ لوبه د کروېشيا او برازيل ترمينځ ده چې د پېښور پر وخت د شپې پر اته او د کابل پر اووه نيمې بجې پيلېږي.

تر دې وروسته به په دويمه لوبه کې نېدرلينډز (هالينډ) او ارجنټينا د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۲ او د کابل پر ۱۱ نيمې بجې يو بل ته مخامخېږي.

د ډېسېمبر پر ۱۰مه به په درېيمه سيالۍ کې مراکش او پرتګال او په څلورمه سيالۍ کې به انګلېنډ (انګلستان) او فرانسه له يو بل سره لوبېږي.

د فوټبال نړیوال جام سيالۍ د نومبر پر ۱۶مه د نړۍ د ۳۲ لوبډلو تر مينځ په قطر کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامنټ) پایلوبه د ډېسېمبر پر ۱۸مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG