د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراین د روسیو ځواکونو بریدونو کې د ماشومې په ګډون ۳ کسان ژوبل شوي دي


په زپورېژیا کې د توغندي تر برید وروسته له سیمې لوګي خېژي - د اکتوبر ۳۱مې انځور.
په زپورېژیا کې د توغندي تر برید وروسته له سیمې لوګي خېژي - د اکتوبر ۳۱مې انځور.

روسيو ځواکونو د اوکراين دنيپروپېتروفسک او زپورېژيا پر مرکزي سيمو د ډرون او توغنديو بريدونه کړي دي.

د دنیپروپېتروفسک والي والنتین رېزنېچېنکو وويل چې د روسانو اته ډرون الوتکې یې ويشتلي او تباه کړې دي.

چارواکو ويلي چې په بريدونو کې د يوې ماشومې په ګډون درې کسان زخميان شوي، اووه کورونه ويجاړ شوي او اتو نورو ودانيو ته لږ زیان رسيدلی دی.

په همدې حال کې د امريکا کانګرس غړو د راتلونکي کال لپاره اوکراين ته د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده. دا پیسې پر اوکراين د هغه يرغل پر وړاندې د دفاع لپاره دي چې مسکو د فبرورۍ په مياشت کې پيل کړ.

پر اوکراین د روسیې د حملې له پیل راهیسې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي او زرګونه اوکراینیو وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده. له دې پرته مېلیونونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

روسیو ځواکونو په اکتوبر کې د اوکراین د انرژۍ پر بېخبنا بریدونه پیل کړل چې د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په وینا، له وجې یې مېلیونونه اوکراینیان له برېښنا بې برخې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG