د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپريم کورټ د خبريال ارشد شريف د وژنې مقدمې درجولو امر کړی


پاکستانی خبريال ارشد شريف په پلازمېنه نېروبي کې د اکتوبر پر ۲۳مه د پوليسو په ډزو وژل شوی وو ــ انځور له ارشیفه

د پاکستان سپريم کورټ چیف جسټس امر کړی چې د خبريال ارشد شريف د وژنې مقدمه دې نن (ډېسېمبر شپږمې) ماښام پورې دایره شي.

د پاکستان سپريم کورټ چیف جسټس نن (د ډېسېمبر پر شپږمه) د خبريال ارشد شريف د وژنې په اړه ازخود نوټس واخيست او په خپاره کړي بیان کې يې ويلي دي چې د ارشد شريف وژنې خبريالان او ولس ډېر خفه کړي دي او غواړې چې د دې پېښې پلټنې وشي.

عمر عطا بنديال په خپلې مشرۍ کې د جسټس اعجازالحسن، جسټس جمال خان مندوخېل، جسټس مظاهر علي اکبر نقوي او پر جسټس محمد علي مظهر مشتمله جرګګۍ جوړه کړې ده.

چيف جسټس بنديال چارواکو ته حکم وکړ چې د ارشد شريف د وژنې مقدمه دې دایره کړي او د دې يو نقل دې سبا (د ډېسېمبر پر اوومه) په عدالت کې جمع کړي.

د اورېدنې پر مهال چیف جسټس وويل چې حکومت ولې د ارشد شريف د وژنې په اړه د پلټنيزې کمېټۍ رپورټ عدالت ته نه دی ورکړی. د دې په ځواب کې د پاکستان مرستيال څارنوال وويل چې د رپورټ د ترلاسه کېدو پر وخت د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په فیصل اباد کې وو او چې کله يې هغه وګوري نو عدالت ته به يې ورکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د خبريالانو سازمان د ارشد شريف د وژنې د پېښې د پلټنو غوښتنه کوي. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د نومبر پر اتمه نېټه چيف جسټس ته د عدالتي کمیشن جوړولو لپاره ليک لېږلی وو.

پاکستان تحریک انصاف د سپریم کورټ د تازه اقدام هرکلی کړی دی. د ګوند مخکښ فواد چودري د ډېسېمبر پر شپږمه پر ټويټر ليکلي چې خلک له عدالت او ججانو څخه تمه کوي چې دوی به پر هر ډول فشار سربېره هم د بنیادي بشري حقونو حفاظت کوي.

د کينيا پوليسو ویلی ول، ارشد شريف په پلازمېنه نېروبي کې د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو چې د هغه ډرايور پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی په سيمه کې د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف "د شناخت د تېروتنې" له وجې ورڅخه ووژل شو.

وروسته د اکتوبر پر ۲۶مه رانا ثناالله د پلټنو وفاقي ادارې او استخباراتي ادارو درې کسيزه ډله جوړه کړه او د ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره يې کينيا ته ولېږله.د ډلې تر ستنېدو وروسته رانا ثناالله د نومبر پر اتمه نېټه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې ارشد شريف په کينيا کې په هدفي برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې وه چې په دې اړه ځينې شيان لا هم نورو پلټنو ته اړتيا لري خو د نوموړي په وينا لومړني شواهد دا په ډاګه کوي چې ارشد شريف په تېروتنې سره نه دی وژل شوی. "ارشد شريف مرحوم وژل شوی دی. دا يوه هدفي وژنه وه. د کينيا پوليسو چې د شناخت د تېروتنې کوم دريځ خپل کړی وو، هغه دريځ نه ثابيتېږي."

ارشد شريف په وروستيو کې په پاکستان کې پر پوځ نيوکې کولې چې له همدې امله یې پر ضد مقدمې درج شوې وې. تر دې وروسته نوموړي پاکستان پرېښود او دوبۍ ته ولاړ. ويل کېږي چې هغه څو ورځې وړاندې په لندن کې هم ليدل شوی وو.

د هغه کورنۍ د شفافو پلټنو غوښتلو لپاره په عدالت کې مقدمه هم درج کړې ده. اسلام اباد های کورټ د اکتوبر پر ۲۵مه امر وکړ چې د پاکستان حکومت دې د پلټنو پر وخت د خبريالانو اتحادیې باخبره وساتي.

XS
SM
MD
LG