د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران ګشت ارشاد پولیس وايي کار یې ختم شوی دی


په ايران کې يو پولیس د يوې ښځې سره خبرې کوي (انځور له ارشيفه)
په ايران کې يو پولیس د يوې ښځې سره خبرې کوي (انځور له ارشيفه)

په ایران کې د ګشت ارشاد پولیسو ویاند ویلي چې د دغو پولیسو کار ختم شوی او په هېواد کې پر ښځو د حجاب عملي کولو لپاره باید نوې طریقې وکارول شي.

علي خان محمدي د دیسمبر پر پنځمه په انتخاب ورځپاڼه کې په یوې خپرې شوې مرکه کې ویلي چې په ایران کې بېلا بېلې ادارې د حجاب مسلې د هواري لپاره د مناسب میکانیزم د جوړولو هڅې کوي.

هغه زیاته کړې ده: "زموږ لپاره تر ټولو بنیادي خبره دا ده چې دا هر څه د شریعت په چوکاټ کې وشي او په عین وخت کې باید خلک هم د قانون احترام وکړي چې دا شان موږ یو پرامنه ماحول رامنځته کړای شو."

په ایران کې د ګشت ارشاد د برخلیک موضوع له هغه وروسته زیاته توده شوه چې د ګشت ارشا لخوا د حجاب نه مراعتولو په تور نيول شوې، ځوانه نجلۍ مهسا اميني د سیپتمبر پر ۱۶مه د پولیسو په ولکه کې مړه شوه. ایرانیو چارواکو یې لامل د زړه درېدل بللي ول. خو مظاهره چيانو ويلي چې هغه شکنجه شوې ده.

تر دې پېښې وروسته د ايران په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې شوې چې د پولیسو سره په نښتو کې پکې ګڼ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG